د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
News

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوی د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو د فعالیتونو او اداري بهیرونو د هر اړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوی، چې د خپل رسمي کاري سفر په لړ کې به د نورستان د کانونو ریاست فعالیتونه، پرمختګونه او شته ستونزې له نږدې و ارزوي، څو د یاد ریاست چارې لا منظمې او اغیزمنې شي.

دغه ارزونه د وزارت د نافذه پالیسۍ، لارښوونو او ټاکل شوو اصولو په رڼا کې ترسره کېږي، چې پکې تخنیکي، اداري، مالي، الکترونیکي سیستمونه، د صحت اصول، سروې او نورې اړوندې مسلکي برخې شاملې دي.

د ارزونې بنسټیزه موخه دا ده، چې د ریاست د ظرفیتونو د پیاوړتیا، د شته ستونزو د حل، د چارو د معیاري کېدو او د راتلونکو پرمختیایي پلانونو د پلي کولو لپاره لازم ګامونه پورته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

معرفی رئیس جدید لابراتوارها

براساس پیشنهاد وزارت معادن و پترولیم و منظوری مقام ریاست الوزراء، محترم پوهنیار شیرعلی جوهر صافی، پنجشنبه مورخ ۱۴۰۵/۲/۱۷ توسط محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۱۵
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس کمپنی MJAM

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم سه شنبه مؤرخ 15/2/1405 با سفیر کشور چین، رئیس عمومی MCCT، رئیس MJAM قراردادی مس عینک و هیئت همراه شان در پیوند به عدم انجام فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

امضاء قرار داد معدن پولی میتال ولایت فاریاب

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم یکشنبه مورخ 13/2/1405 قرار داد معدن پولی میتال ساحه سه کو، ولسوالی کوهستان ولایت فاریاب را با شرکت استخراج معادن ابوسعید با مساحت. . .

BACK TO NEWS