د تخنيکي پلټنې رئيس د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۹
نیوز

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله، د یادې څېړنې وروسته یې د قراردادي شرکتونو له استازو سره ناسته وکړه، په دې ناسته کې د تخنيکي پلټنې رئيس او تخنيكي ټيم لخوا شرکتونو سره په قراردادونو کې د شته ژمنو په اړه خبرې وشوې، د تخنیکي ټیم له لوري د څېړنې په ترڅ کې کومې ستونزې او نواقص چې قراردادي شرکتونو د ژمنو په تخنيكي، مالي او اداري برخه کې لرل، شرکتونو ته د پريزنټيشن په بڼه وړاندې شول او شرکتونو ته د تخنيکي پلټنې رئيس له لوري د شته تعهداتو او نواقصو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو شرکتونه خپلې ژمنې د قرارداد او پروپوزل اړوند په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوي.

 د قراردادي شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې مونږ به خپله هڅه او کوښښ وکړو، ترڅو د قرارداد اړوند خپلې ژمنې په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوو.

په پای کې د قراردادي شرکتونو استازو د تخنيکي پلټنې رئيس څخه د خپلو ځينو ستونزو د حل په موخه غوښتنه وکړه، د تخنيکي پلټنې رٸيس ډاډ ورکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري سره به یې غوښتنې شریکې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

سروی جیوفزیکی اکتشافی معدن آهن در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان

ریاست عمومی تفحص و اکتشاف وزارت معادن و پترولیم، در راستای شناسایی، ارزیابی و توسعه منابع معدنی کشور، برای نخستین بار سروی جیوفزیکی اکتشافی معدن آهن را در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲۰
Background image

دیدار رئیس دفتر مقام وزارت معادن و پترولیم با سرمایه‌گذاران ازبکستان

محترم استاد مولوي عبدالحلیم عــــادل، رئیس دفتر مقام وزارت معادن و پترولیم، پنج‌شنبه مؤرخ ۱۴۰۵/۵/۱ با حضور محترم انجنیر عبدالله حیدری رئیس عمومی تفحص و اکتشاف، و شماری از رؤسا، مشاورین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

برنامه آموزشی برای رؤسا و آمرین معادن ولایات

برنامه آموزشی تحت عنوان آموزش مقرره‌ها و تشریح رهنمود معدن‌کاری مواد ساختمانی برای مسؤولین معادن ۳۴ ولایت، به‌گونه آنلاین، از سوی آمریت آموزش و ارتقای ظرفیت ریاست امور کارکنان، با. . .

BACK TO NEWS