ریاست خدمات حقوقی

د حقوقو عمومي ریاست

 

  • د حقوقو عمومي ریاست تر خپل چتر لاندې دوه نور ریاستونه هم لري:

     1- د حقوقي خدمتونو ریاست.

     2- د تقنیني اسنادو طرح او تسوید ریاست.

 

  1. د حقوقي خدمتونو ریاست په (1403هـ ش) کال کې لاندې کړنې ترسره کړي:
  • د حقوقي خدمتونو ریاست د (83) قطعې مکتوبونو په ذریعه د وزارت اړوند مرکزي او ولایتي ریاستونو سره د هغو د رسمي مطالباتو سره سم د (رویالتي، ځمکې سطحې کرایې، بانکي تضمیناتو، د املاکو منازعاتو، د کان کیندنې قراردادونو اړوند منازعاتو، د پروسس فابریکې جوړل، پروتوکول) او نورو مواردو په اړه حقوقي مشورې وړاندې کړې او ستونزې یې حل کړي ترڅو ټولې کړنې په غوره او قانوني توګه ترسره شي.
  • د لویو او کوچنیو قراردادونو د لغوې، فسخ، تمدید او تعلیق په کمیټه کې د اړوند ریاستونو سره تر (100) زیات قراردادونو په اړه لازمې کړنې ترسره کړې دي.
  • د حقوقي خدمتونو ریاست اړوند کارپوهانو د کانونو او پترولیم وزارت اړوند د کان کیندنې د قراردادونو د ورکړې په موخه د ترسره شوې داوطلبۍ په (55) کمیټو کې ګډون ترسره کړی دی.
  • د حقوقي خدمتونو ریاست اړوند کارپوهانو د لوی مقیاس کانونو د قراردادیانو لخوا د وړاندې شویو پنځه ګونو پلانونو د ارزونې په کمیټه کې په خپل فعال غړیتوب سره لازمې کړنې ترسره کړي.
  • د حقوقي خدمتونو ریاست اړوند کارپوهانو په (1403هـ ش) کال کې د کان کیندنې اړوند موضوعاتو حل او غیر قانوني کان کیندنې مخینوي په موخه (10) مختلفو ولایتونو ته سفرونه ترسره کړي او خپل راپورنه یې د وزارت مقام سره شریک کړي.

د حقوقي خدمتونو ریاست د (1404هـ ش) کال د کاري پلان عمده برخې په لاندې توګه دی:

د حقوقي خدمتونو ریاست د پلان مطابق په (1404هـ ش) کال کې د لاندې کړنو ترسره کولو ته ژمن دی:

  • په محاکمو کې د کان کیندنې قراردادونو اړوند د (4) موضوعاتو څیړل.
  • د منازعاتو د حل میکانیزم جوړول.
  • د مس عینک قراردادي شرکت سره د اختلافي موضوعاتو ته د حل لارې پیداکولو په موخه د مذاکرې په کمیټه کې ګډون.
  • د کان کیندنې قراردادیانو د ستونزو د حل په موخه د وزارت مقام د لزوم دید په صورت کې مذاکرات ترسره کول.
  • د نمونوي قرارداد په متن کې د منازعاتو د حل میکانیزم ځای پر ځای کول.
  • د پروپوزلونو ارزونې په کمیټو کې ګډون.
  • د تدارکاتو د آفرخلاصونې او ارزیابۍ په کمیټو کې ګډون.
  • د پلانونو ارزونې په کمیټو کې ګډون.
  • د قراردادونو د لغوې، فسخ، تعلیق او تمدید په کمیټه کې ګډون.
  • د وزارت اړوند مرکزي او ولایتي ریاستونو د رسمي مطالباتو سره سم د ستونزو د حل او قانوني اجراتو ترسره کولو په موخه د اصولي، قانوني او حقوقي نظریاتو شریکول.

د تقنیني اسنادو طرح او تسوید ریاست په (1403هـ ش) کال کې لاندې کړنې ترسره کړي:

  • د کانونو قانون او د ټاپي نل لیکې د استملاک قانون ابتدائي مسودو جوړول او د توشیح په موخه د رهبرۍ عاليقدر مقام ته استول.
  • د نفت او ګاز(هایدروکاربنونو) قانون ابتدائي مسوده جوړول او د مراحلو ترسره کولو په موخه د اړونده اداراتو سره شریکول.
  • د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله تعالی و رعاه د (4/10/1445هـ ق) نیټې (320) ګڼه حکم په اساس چې مقررې د تقنیني اسنادو له جملې څخه نه محسوبیږي نو په همدې اساس د کان کیندنې مقررې متن د کانونو په قانون او کړنلارو کې ځای پرځای کول.
  • د کړنلارو په کمیټه کې د وزارت اړوند (41) جلده تخنیکي او غیر تخنیکي کړنلارو د مسودو ترتیب او د پلان او پالیسۍ معینیت سربیره د مقام د دفتر عمومي ریاست سره یې راپور شریکول.
  • د (1403هـ ش) کال په لومړۍ ربعه کې د تقنیني اسنادو په اړه د اړونده ادارو د رسمي غوښتنو په اساس د(41) حقوقي نظرونو شریکول.
  • د (1403هـ ش) کال دویمه ربعه کې د قزاقستان هیواد د لارې نقشې د مسودې په اړه حقوقي نظر شریکول.
  • د (1403هـ ش) کال دریمه ربعه کې د تفاهم لیکونو او توافق لیکونو سربیره د ستراتیژیک پلان په اړه د ریاستونو د رسمي غوښتنو په اساس د (3) قطعو مکتبوبونو په ذریعه د نظریاتو شریکول.
  • د (1403هـ ش) کال څلورمه ربعه کې د ریاستونو د رسمي غوښتنو په بنیاد (10) حقوقي نظرونو شریکول.
  • د کان کیندنې د داوطلبۍ پروسې د پروپوزلونو د ارزیابي په کمیټه کې ګډون.
  • د تدارکاتي پروسو د آفرخلاصونې په کمیټه کې ګډون.
  • د پلان او ګزراش ورکولو د ارزیابۍ په کمیټه کې ګډون.

د طرح او تسوید ریاست د (1404هـ ش) کال د کاري پلان عمده برخې په لاندې توګه دي:

  • د قوانینو او کړنلارو د غوره ترتیب په موخه د جامد منرالونو سربیره د نفت او ګاز(هایدروکاربنونو) اړوند د حقوقي چهارچوب کلي ارزیابي او څیړنه.
  • د کانونو قانون په متن کې د کان کیندنې مقررې د احکامو اضافه کولو وروسته د قانون د توشیح په اړه د لازمو اجراآتو ترسره کول.
  • د نفت او ګاز (هایدروکاربنونو) قانون د ترتیب شوې مسودې په متن کې د نفت اوګاز اداري اجراآتو مقررې د احکامو درج کولو سربیره د کارمندانو د ساحوي امتیاز مقررې د احکامو درج کول او په اړه یې د اړونده اجراآتو ترسره کول.
  • د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله تعالی و رعاه د (۹) ګڼه فرمان مطابق د کانونو او پترولیم وزارت اړوند تقنیني سندونو د غوره ترتیب او غنامندۍ په موخه د ذیربط اداراتو سره د جلساتو ترسره کول.
  • د کانونو او پترولیم وزارت اړوند تقنیني سندونو فقهي تخریج ترسره کول.
  • د وزارت اړوند د تخنیکي او غیر تخنیکي کړنلارو انکشاف او نهائی کول.
  • د (عوایدو را ټولولو، د عوایدو وړاندوینې، د منرالونو د پروسس اجازه نامه لیکونو، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو او د منازعاتو د حل) کړنلارو ترتیب او نهائي کول.
  • د وزارت اړوند د تخنیکي او غیر تخنیکي کړنلارو د فقهي تخریج ترسره کول.
  • د تفاهم نامو ارزیابي: ( د توافق لیکونو، تفاهم لیکونو او پرتوکولونو)  د مسودو د ترتیب په اړه د اړونده ریاستونو د رسمي غوښتنو په اساس د حقوقي نظریاتو شریکول.
  • د وزارتونو او نورو امارتي ادارو لخوا د  ساختماني موادو څخه د ګټه اخیستنې همه جانبه تفاهمنامې نهائي کول.
  • د کانونو سکتور اړوند تقنیني اسنادو ښوونه: ( د کانونو او پترولیم وزارت مرکزي او ولایتي کارکوونکو ته د کانونو سکتور اړوند تقنینی سندونو د تفسیر، توضیح او تشریح) په موخه د ښوونیزو برنامو په لاره اچول.
  • د فرامینو او تقنیني اسنادو د احکامو له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د نورو اړونده وزارتونو او ادارو د تقنیني اسنادو د ترتیب په جلساتو کې د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله تعالی و رعاه د (۹) ګڼه فرمان مطابق ګډون کول.
  • د نمونوي قرارداد په متن کې د منازعاتو د حل میکانیزم ځای پر ځای کول.

د حقوقو عمومي ریاست خپل تشکیل سربیره دوه تنه (NTA) مشاورین هم لري د ریاست د لا ښې پيژندنې په موخه د ریاست تشکیل د درې ورقو په قید کې ضمیمه دی.