د تخنيکي پلټنې رئيس د ولایتونو د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۱
news


د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيکي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد د غزني، زابل او ارزګان ولایتونو د لوی او کوچني مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره چې تخنيکي ټيم د یادو ولایتونو د کانونو څېړنه ترسره کړې وه د یادې څېړنې وروسته یې د قراردادي شرکتونو له استازو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کې د تخنيکي پلټنې رئيس او تخنيکي ټيم له لوري شرکتونو سره په قراردادونو کې د شته ژمنو په اړه خبرې وشوې. د تخنيکي ټیم د څېړنې په ترڅ کې کومې ستونزې او نواقص چې قراردادي شرکتونو د ژمنو په تخنيکي او مدیریتي برخو کې لرل، شرکتونو ته د پريزنټيشن په بڼه وړاندې شول او شرکتونو ته د تخنيکي پلټنې رئيس له لوري د شته تعهداتو او نواقصو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو شرکتونه خپلې ژمنې د قرارداد او پروپوزل اړوند په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوي.
د قراردادي شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې مونږ به خپله هڅه او کوښښ وکړو، ترڅو د قرارداد اړوند خپلې ژمنې په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوو.
په پای کې د قراردادي شرکتونو استازو د تخنيکي پلټنې رئيس څخه د خپلو ستونزو د حل په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري سره به یې غوښتنې شریکې شي.

Image 1 Image 2

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۵۱
Background image

بازدید و ارزیابی تخنیکی پروژه‌های معدن‌کاری در ولایت خوست

تیم فنی و تخنیکی  وزارت معادن و پترولیم به رهبری انجنیر عبدالله حیدری، رئیس عمومی تفحص و اکتشاف معادن، از فعالیت‌های معدن‌کاری در ولایت خوست بازدید نموده و عملکرد معدن‌کاران را در بخش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با مسئوولین عزیزی گروپ

الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم، در دفتر کار خویش با مسئولین کمپنی عزیزی گروپ دیدار نمودند.
در این دیدار، پیرامون چگونگی تولید برق از انرژی ذغال‌سنگ و گاز طبیعی، فرصت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم  قرار داد معدن آهن ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان را با شرکت‌های نظری رحیمی و خان وزیری  با مساحت مجموعی (85) کیلو متر مربع  با مجموع. . .

BACK TO NEWS