د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس سره وکتل

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۴۰
logo

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس سید کریم هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د پانګونې خونې رئیس په راتلونکې میاشتې کې په کابل کې د نندارتون د جوړېدو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره په ګډې همغږئ او په یاد نندارتون کې د پانګوالو د جلبولو په اړه ټېنګار وکړ او همدا راز یې په افغانستان کې له پانګوالو سره په ګډه د تېلو د سترې معیاري تصفیه خونې د جوړېدو او د لس میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د تصفیه خونې چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې شي معلومات وړاندې کړل، سربېره پر دې یې د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه خپل نظریات شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې او د معیاري تصفیه خونو د جوړېدو په برخه کې یې د دوی هڅې وستایلې او همدارنګه یې ورسره په یادو برخو کې د کانونو د کړنلارې اړوند د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

اختتام دورۀ پراکتیک محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و پوهنتون بلخ

پروگرام پراکتیک تولیدی محصلین رشته استخراج معادن زیر زمینی به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی  از سوی ریاست انستیتوت معادن برای 45  تن از محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و رشتۀ انجنیری. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

معینان جدید وزارت معادن و پترولیم معرفی شدند

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، معینان جدید مالی و اداری، تخنیکی، سروی و جیولوجی یک شنبه مورخ ۱۴۰۵/۵/۱۱از سوی محترم شیخ الحدیث نورالحق انور رئیس عمومی ادارۀ امور، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۴۸
Background image

اختتام برنامه آموزشی اساسات مدیریت پروژه

برنامه آموزشی تحت عنوان اساسات مدیریت پروژه که به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی و مدیریتی ۴۰ تن از مسؤولین ریاست‌های مرکزی و ریاست‌های معادن ولایات، به‌گونۀ آنلاین که از تاریخ ۳ سرطان. . .

BACK TO NEWS