د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارت له مرستیالانو سره وکتل

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۷
Image

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ نېټې د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف، د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال ازر شکوروف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د د واړو هېوادونو پخوانیو مرستیالانو د وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه د مننې په څرګندولو سره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل. دوی د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو پانګوالو د جلبولو او د هغوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوي او د کانونو د قوانینو سره سم به په دې برخه کې هر ډول اړینه همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

سفر وزیر معادن و پترولیم به ولایت کاپیسا

الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم طی سفری رسمی به ولایت کاپیسا، از معادن نفرایت ولسوالی تگاب آن ولایت دیدار نمودند.
در این سفر، الحاج قاری احسان‌الله بریال والی کاپیسا و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۳
Background image

افتتاح صنف آموزش زبان انگلیسی

ریاست امور کارکنان به همکاری آمریت آطلاعات و ارتباط عامه وزارت معادن و پترولیم، جهت بلند بردن سطح آگاهی و ارتقای ظرفیت کارمندان، کورس آموزشی زبان انگلیسی را برای ۶۰ تن از کارمندان این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

معرفی رئیس جدید لابراتوارها

براساس پیشنهاد وزارت معادن و پترولیم و منظوری مقام ریاست الوزراء، محترم پوهنیار شیرعلی جوهر صافی، پنجشنبه مورخ ۱۴۰۵/۲/۱۷ توسط محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت. . .

BACK TO NEWS