د پلان او پالیسي مرستیال د بېلاروس هېواد له پانګوالو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي د شنبې په ورځ د ١٤٠٣/١٠/٢٢ نېټې د بېلاروس هېواد له پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د پلان او پالیسۍ مرستیال وویل: افغانستان د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي او دوی کولای شي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي.
د یاد هېواد پانګوالو د پانګونې لپاره د اړینو فرصتونو او اسانتیاوو برابرولو هرکلی وکړ، د تالک، مرمر، ډبرو سکرو او ګرانیټ کانونو کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د ګډ کار غوښتنه وکړه.
د پلان او پالیسي مرستیال د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو د قانون او مقرراتو سره سم یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.