د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قزاقستان له سفیر سره وکتل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هېواد  له سفیر ښاغلي علیم خان یاسین ګلدییف سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي ګیلدییف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سیاسي، سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې مثبتې وګڼلې او د دغو اړیکو لا پراختیا یې د خپلو مسوولیتونو څخه وبلله، هغه دغه راز افغانستان د قزاقستان په شان د کاني زېرمو له پلوه بډای هېواد وباله زیاته یې کړه: قزاقستاني شرکتونه غواړي د کانونو په برخه کې له خپلو ظرفیتونو او تجربو څخه په استفادې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ښو اړیکو یادونه وکړه او هغو قزاقستاني پانګوالو ته چې غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي، د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او تخنیک په برخه کې یې د پانګونې په موخه د قزاقستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۵
Background image

داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت

 
داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت حوزه آمو دریا یکشنبه مورخ ۱۴۰۴/۹/۹ با حضور حافظ دیپلوم انجنیر محمد حامد حیدری رئیس نظارت بر تطبیق قراردادهای نفت و گاز، هیئت موظف و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

دیدار معین پالیسی و برنامه‌ها‌ با سفیر جمهوری چین


محترم عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم چهارشنبه 1404/9/5 با سفیر کشور چین مقیم کابل و هئیت همراه شان در دفتر کاری‌شان دیدار نمودند.
در این دیدار سفیر آن. . .

BACK TO NEWS