د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قزاقستان له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هېواد له سفیر ښاغلي علیم خان یاسین ګلدییف سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي ګیلدییف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سیاسي، سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې مثبتې وګڼلې او د دغو اړیکو لا پراختیا یې د خپلو مسوولیتونو څخه وبلله، هغه دغه راز افغانستان د قزاقستان په شان د کاني زېرمو له پلوه بډای هېواد وباله زیاته یې کړه: قزاقستاني شرکتونه غواړي د کانونو په برخه کې له خپلو ظرفیتونو او تجربو څخه په استفادې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ښو اړیکو یادونه وکړه او هغو قزاقستاني پانګوالو ته چې غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي، د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او تخنیک په برخه کې یې د پانګونې په موخه د قزاقستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.