پنجشېر ولایت کې د سږکال زمردو دویمه داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۱۱
ss

‏په پنجشېر ولایت کې د (204900) امریکایي ډالرو په ارزښت (2693) قیراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو، رسنیو او سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت په مقام  کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې وپلورل شول.

په دغو زمردو کې د اسلامي امارت ونډه 10 سلنه ده او پاتې 90 سلنه د کان کیندنکو ده چې ټول د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او همدا راز په یادو کانونو ګڼ شمېر خلک چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي په کار بوخت دي.
په دغه داوطلبۍ کې د 100 کسانو څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو برخه اخیسته وه.
دیادې داوطلبۍ ګټونکي په لاندې ډول دي.

بریالی د عبدالحبیب زوی د 6900 امریکايي ډالرو په ارزښت د 466 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

آغاشیرین د عبدالقادر زوی 8300 امریکايي ډالرو په ارزښت د 680 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

عبدالوفي د عبدالقدوس زوی د 53000 امریکايي ډالرو په ارزښت د 712 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

محمد جواد د محمد کبیر زوی د 29800 امریکايي ډالرو په ارزښت د 231 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

فضل الرحمن د عزیزخان زوی د 16100 امریکایي ډالرو په ارزښت د 172 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
توکل خان د محمد کریم زوی د 75800 امریکايي ډالرو په ارزښت د 228 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
الله نور د حمیدالله زوی د 9000 امریکايي ډالرو په ارزښت د 127 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
قربان محمد د جان محمد زوی د 6000 امریکایي ډالرو په ارزښت د 77 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳
Background image

آغاز برنامه آموزشی تشریح سیستم‌ها

برنامه آموزشی ۲۰روزه تحت عنوان معرفی سیستم‌های عواید، قراردادها، پلان و گزارش‌دهی و اسناد برای ۱۱۰ تن از آمرین قراردادها، مدیران عمومی سیستم‌ها و مدیران عواید ریاست‌های معادن ۳۴ ولایت،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۳۷
Background image

برگزاری برنامه آموزشی  فنی برای کارمندان مسلکی زون جنوب ‌شرق

ریاست انستیتوت معادن از تاریخ ۲۱/۰۶/۱۴۰۵ الی ۲۶/۰۶/۱۴۰۵ برای (37) تن کارمندان فنی و مسلکی ولایات زون جنوب شرق (پکتیا، پکتیکا، خوست و غزنی) برنامه آموزشی، برگزار نمود. که در این برنامه. . .

BACK TO NEWS