د کندز ولایت په حرفوي زرشویانو کې ۲۵۰۰ کسان په کار بوخت دي

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۵:۵
سس

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د آمو سیند پرغاړه د حرفوي زرشویانو ٣٥٠ اجازه نامې وېشل شوي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې.
 د امام صاحب ولسوالۍ اړوند د آمو سیند پرغاړه د شهروان، کلبات، غروو، مذاکره، قلم ګذر، یکه توت او سکی سیمو خلکو ته اجازه نامې وېشل شوي، خلک خوښ دي چې دوی ته د ډاډمن امنیت په فضا کې د کانونو او پټرولیم وزارت تر څارنې لاندې د کار کولو او خپلو کورنیو ته د حلال رزق ګټلو ښه زمینه برابره کړې.
د یادونې وړ ده چې په کندز ، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو لویو کانونو سربېره د حرفوي زرشويي لپاره ګڼې سیمې شتون لري، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې د غیر قانوني استخراج مخه نیول شوې ده او همدارنګه د استخراج لپاره یې یو شمېر کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره تړونونه لاسلیک شوي په دې سربېره د حرفوي زرشويي لپاره په یادو ولایتونو کې سلګونه جوازونه او اجازه نامې ورکړل شوي، چې زرګونو هېوادوالو ته پکې کاري فرصتونه برابر شوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

سفر وزیر معادن و پترولیم به ولایت کاپیسا

الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم طی سفری رسمی به ولایت کاپیسا، از معادن نفرایت ولسوالی تگاب آن ولایت دیدار نمودند.
در این سفر، الحاج قاری احسان‌الله بریال والی کاپیسا و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۳
Background image

افتتاح صنف آموزش زبان انگلیسی

ریاست امور کارکنان به همکاری آمریت آطلاعات و ارتباط عامه وزارت معادن و پترولیم، جهت بلند بردن سطح آگاهی و ارتقای ظرفیت کارمندان، کورس آموزشی زبان انگلیسی را برای ۶۰ تن از کارمندان این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

معرفی رئیس جدید لابراتوارها

براساس پیشنهاد وزارت معادن و پترولیم و منظوری مقام ریاست الوزراء، محترم پوهنیار شیرعلی جوهر صافی، پنجشنبه مورخ ۱۴۰۵/۲/۱۷ توسط محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت. . .

BACK TO NEWS