د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات له ملي سوداګرو سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۸:۲
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د هرات والي او د کانونو رئیس په شتون کې د هرات ولایت له پانګوالو او قراردادیانو سره ولیدل. 
سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې پانګوال د هیواد ملي شتمني وبلله او ویې ویل: هیواد مو د بیارغونې لپاره د ملي او بهرنیو پانګوالو پانګې، ملي پروژو پلي کولو او ملت مو کاري بوختیا ته زیاته اړتیا لري؛ چې د دې لپاره باید په ګډه کار وکړو.
د هرات ملي پانګوالو ياد ولایت  ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په سفر خوښي څرګنده کړه او د هغه پل یې د هرات ولایت لپاره بختور وبللو چې د سیمې په کچه د سترو پروژو پرانسته وشوه. هغوی دا پروژې د ټول هیواد او په ځانګړې توګه د هرات خلکو لپاره ډېرې مهمې وبللې. او همداراز یې د کانونو او کارخونو په برخه کې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د دوی ټولو ستونزې واورېدلې او د د حل په موخه یې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

اختتام دورۀ پراکتیک محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و پوهنتون بلخ

پروگرام پراکتیک تولیدی محصلین رشته استخراج معادن زیر زمینی به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی  از سوی ریاست انستیتوت معادن برای 45  تن از محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و رشتۀ انجنیری. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

معینان جدید وزارت معادن و پترولیم معرفی شدند

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، معینان جدید مالی و اداری، تخنیکی، سروی و جیولوجی یک شنبه مورخ ۱۴۰۵/۵/۱۱از سوی محترم شیخ الحدیث نورالحق انور رئیس عمومی ادارۀ امور، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۴۸
Background image

اختتام برنامه آموزشی اساسات مدیریت پروژه

برنامه آموزشی تحت عنوان اساسات مدیریت پروژه که به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی و مدیریتی ۴۰ تن از مسؤولین ریاست‌های مرکزی و ریاست‌های معادن ولایات، به‌گونۀ آنلاین که از تاریخ ۳ سرطان. . .

BACK TO NEWS