د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
تاریخ نشر
تاریخ ختم
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په لوګر ولایت کې(۵۶.۶) کیلو ګرامه کوارتز،(۷۵۰) ګرامه کلسیت او (۱۵۰) ګرامه اراګونیت نیول شوي د ۱۴۰۵/۵/۲۷ نېټې څخه د(۱۰) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته سپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادو کوارتز لپاره د قیمت ټاکنې کمېټې له لوري د یو کیلوګرام قیمت(۷۱) امریکايي ډالره او یا معادل د افغانیو په ورځني نرخ، کلیست لپاره(۹۰) افغانۍ او اراګونیت (۵۲)افغانۍ ټاکل شوی دی.
هغه کسان چې غواړي یادې ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت واخلي خپل غوښتنلیکونه دې د کاډسټر او قراردادونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د لومړني ټولیز قیمت لس(۱۰) سلنه نغدې پیسې د ضمانت په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.
