وضاحت

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۱
وضاحت

په دې وروستیو کې د لوګر ولایت د مس عینک کان څخه یو شمېر منقول لرغوني آثار، چې د تېرې ادارې پر مهال د اطلاعات او  کلتور وزارت لخوا د کیندنو په پایله کې لاسته راغلي و او د لنډ وخت لپاره هلته ساتل کېدل، دغه لرغوني آثار د پاک کاری، بیا رغونې او ساتنې په موخه له یادې سیمې څخه کابل ته د اړوند وزارت لخوا را لېږدول شوي دي، تر څو په سم ډول یې ساتنه او بیا رغونه ترسره شي. د غیر منقولو لرغونو آثارو د خوندیتوب او ساتنې په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت او ام سي سي کمپنۍ تر منځ د ځمکې لاندې کان کیندنې په طرحه هوکړه شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته