د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د جیولوجیکي نقشې اخیستنې د پنځه کلن پلان، په یاد ولایت کې د کانونو د سروې په برخه کې د شته ستونزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ورسره معلومات شریک کړل.
د کندهار والي د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې په برخه کې ترسره کېدونکې چارې مهمې او اړینې وبللې او په یاده برخه کې ورسره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
