د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بدخشان ولایت له مشرانو سره وکتل

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۲:۲۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ (26/7/1403) نېټې د بدخشان ولایت له مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د یاد ولایت د کاني زېرمو او زرشويي فعالیتونو په اړه یې بحث او خبرې وکړې دغه راز یې د خلکو وړاندیزونه او ستونزې یې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې  ویې ویل: کانونه د هېواد ملي سرمایه ده، د کانونو د استخراج په برخه کې د کانونو ټول شرکتونه او د زرشويي قراردادیان مکلف دي چې د خپلو ژمنو له مخې د کان کیندنې فعالیتونو ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته