د بادغیس ولایت د ګچو په کانونو کې په سلګونو کسان په کار بوخت دي

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۳:۱۴
gh

د بادغیس ولایت په مقر، سنګ اتش ولسوالیو کې د ګچو په کانونو او د پروسس په کارخونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
بادغیس ولایت د هېواد د هغو ولایتونو له جملې څخه دی، چې د ګچو کانونو پراخه زېرمې لري، چې اوس مهال د پنځو شرکتونو له لوري د ګچ ډبرو کانونو د استخراج چارې روانې دي، چې په دې سره به نه یواځې افغانستان د ګچو د تولید په برخه کې په ځان بسیا شي بلکې نورو هېوادونو ته به هم په نږدې راتلونکې کې صادرات ولرو، ددغو ګچو ځینې نمونې ترکمنستان هېواد ته هم صادرې شوي دي، د مسوولینو پر وینا دغه ګچ ډبرې خورا د لوړ کیفیت درلودونکې دي.
د غه راز د یادو شرکتونو مسوولینو وویل چې د ګچو کانونو د استخراج په پراختیا سره به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم کار وکړي سربېره پر دې به ګڼ شمېر نور ځوانان هم د کانونو د استراج او پروسس په برخه کې په کار بوخت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته