د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک شول.
د دغو تړونونو له مخې، د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت به د امنیتي ساتونکو له لارې د مس عینک کان، د بدخشان د لاجوردو کان، د شبرغان–مزار د ګازو نللیکې او د آمو دریا پروژې امنیت تأمینوي، ترڅو د دغو مهمو اقتصادي پروژو چارې په خوندي، ډاډمن او مناسب چاپېریال کې پرمخ ولاړې شي.
د یادو تړونونو موخه د ملي اقتصادي پروژو د امنیت لا پیاوړتیا، د پانګونې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول او د هېواد د اقتصادي ودې له بهیر څخه اغېزمن ملا تړ دی.
