محمد هارون چخانسوري د افغانستان د کانونو او صنعت د خونې غړو ته په خطاب کې: مشترکو موخو ته د رسېدو لپاره باید په ګډه کار وکړو ترڅو په سکتور کې شفافیت او تحرک تامین او خلکو ته د کارموندنې فرصتونه ایجاد شي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۴۴
dfg

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د کانونو او صنعت د خونې له رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده او د یادې خونې له یو شمېر غړو سره په ناسته کې د کانونو د قانون، د جواز ورکړې د پروسو، ټرانسپورټ، له قاچاق څخه د مخنیوي او د استخراج په پروسو کې د سهولت په اړه ددوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د غونډې ګډونوالو یادو ستونزو ته د غوره رسیدګۍ لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت او د کانونو او صنعت د خونې د کارکونکو په ګډون د یوې ګډې تخنیکي کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ چې د وزارت د رهبرۍ لخوا یې هرکلی وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: ستاسې ستونزې او وړاندیزونه ددې ښکارندویي کوي چې زموږ موخې مشترکې دي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره باید په ګډه کار وکړو ترڅو په سکتور کې شفافیت او تحرک تامین او خلکو ته د کارموندنې فرصتونه ایجاد شي.

ښاغلي چخانسوري وویل چې د کانونو د سکتور پانګوالو، په ځانګړي ډول د تالک، مرمرو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او د ډبرو سکرو د پانګوالو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه به میاشتنۍ غونډې ترسره کیږي ترڅو د ستونزو د حل لپاره موثرې برنامې طرحه او تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۱۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات او غور ولایتونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ۱۴۰۴ لمریزکال د چنګاښ په ۱۸مه نېټه د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار او د غور له والي مولوي حیات الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۲۴
Background image

په میدان وردګو ولایت کې د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه پرانیستل شوه

په میدان وردګو ولایت کې د افغان قرغیز د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د یاد ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ نوی رئیس معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه، ښاغلی محمود الهام د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د. . .

بېرته خبرونه ته