محمد عتیق ذکي: هغو ښځو ته چې د کان کیندنې په برخو کې تخصص لري، د وزارت په نوي تشکیل کې پراخ فرصتونه برابریږي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۹:۷
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو معین محمد عتیق ذکی، د جنډر د واحد د همغږۍ په غونډه کې چې د دې وزارت د جنډر آمریت لخوا ترسره شوه، ګډون او وینا وکړه. په دې غونډه کې، د ښځو د وزارت او نړیوال بانک استازو او د دولتي ادارو د جنډر د برخې رئیسانو او آمرینو ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو معین محمد عتیق ذکي په خپلو خبرو کې وویل: هغو ښځو ته چې د کان کیندنې په برخو کې تخصص لري، د وزارت په نوي تشکیل کې پراخ فرصتونه برابریږي.

محمد عتیق ذکي زیاته کړه: له نېکه مرغه، د کانونو او پټرولیم وزارت د جنډر آمریت، د جنډر د ۵۲ واحدونو سره اوږه په اوږه د جنډر د تساوي او پرمختګ لپاره فعالیت ترسره کوي. دې آمریت هڅه کړې، خپلې هغه برنامې چې د جنډر د پراختیا په برخه کې اغېزمنې ثابتیږي، په خورا موثریت تطبیق کړي.

د غونډې په لړ کې، د ښځو چارو وزارت د نظارت او ارزیابۍ برخې رئیسې نفیسه کوهستاني هم خبرې وکړې او د جنډر پراختیا ته د پاملرنې له کبله یې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه.

همداراز، د کانونو او پټرولیم وزارت د جنډر د آمریت د چارو او د شکایت اورېدلو الکترونیکي میکانیزم د معرفي په اړه پریزینټیشن هم د دې وزارت د جنډر د برخې مسئولینو لخوا وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته