د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له رئیس محمد مراد امانوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر له هغو فرصتونو او اسانتیاوو څخه، چې د ټاپي پروژې د پلي کېدو په برخه کې د اسلامي امارت او د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له لوري برابرې شوې دي مننه وکړه.
د ټاپي پروژې رئیس د وزارت له مشرتابه سره د لیدنې له کبله خوښي څرګنده کړه او د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه، په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د ګازو د نللیکې د لېږد او د دې پروژې د عملي چارو د څرنګوالي په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د نللیکې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګه، د ټاپي پروژې د مشرتابه له کړنو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د ټاپي پروژې پلي کېدل نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره، بلکې د نورو درېیو هېوادونو لپاره هم مهم ارزښت لري.
همدارنګه یې د سیمې د خلکو لپاره د کارموندنې د زمینې د برابرولو، د کاري پلانونو د وخت پر وخت شریکولو او د یادې پروژې د متخصصینو له لوري د وزارت د انجنیرانو د ظرفیت لوړولو باندې ټینګار وکړ. په پای کې یې د کانونو د قانون او کړنلارو له مخې د یادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
