د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قطر هیواد له سفیر سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د دغه وزارت رهبري هئیت نن چهارشنبه ۸/۱۰/۱۴۰۰ نېټې په کابل کې د قطر هېواد له سفیر ښاغلي سعید مبارک الخیارین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د قطر هېواد سفیر ښاغلي الخیارین د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته مبارکۍ وویلو تر څنګ یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د فرصتونو او د کانونو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي الخیارین ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه هیواد د دوستۍ او مرستو یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې قطر هیواد له څو لسیزو را په دېخوا له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري او موږ غواړو چې د امکان تر حده دغه دوستي او همکاري پراخه کړو.
وروسته بیا د قطر هېواد سفیر ښاغلي الخیارین د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له لیدلو څخه د مننې ترڅنګ یې د سکټور په دې برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او همدارنګه یې له دغې ادارې سره د همکاریو ژمنه وکړه.