د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قطر هیواد له سفیر سره وکتل.

firoz_admin
Wed, Dec 29 2021 1:19 PM
xxx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د دغه وزارت رهبري هئیت نن چهارشنبه ۸/۱۰/۱۴۰۰ نېټې په کابل کې د قطر هېواد له سفیر ښاغلي سعید مبارک الخیارین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
په پیل کې د قطر هېواد سفیر ښاغلي الخیارین د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته مبارکۍ وویلو تر څنګ یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د فرصتونو او د کانونو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي الخیارین ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه هیواد د دوستۍ او مرستو یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې  قطر هیواد له څو لسیزو را په دېخوا له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري او موږ غواړو چې د امکان تر حده دغه دوستي او همکاري پراخه کړو.
وروسته بیا د قطر هېواد سفیر ښاغلي الخیارین د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له لیدلو څخه د مننې ترڅنګ یې د سکټور په دې برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او همدارنګه یې له دغې ادارې سره د همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS