د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د تاتارستان هېواد له پانګوالو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د مقام د دفتر عمومي رئيس الحاج معراج محمد معراج د 15/9/1403 نېټې د وزارت په مقام کې د تاتارستان هېواد له پانګوالو سره وکتل.
په دې کتنه کې د تاتارستان هېواد پانګوالو د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه
د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د یاد هېواد پانګوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د پانګونې په موخه د دوي د لېوالتیا هرکلی وکړ، دغه راز یې د پانګونې په موخه ورسره د کانونو د کړنلارې مطابق د هر ډول قانوني همکاریو ژمنه وکړه.