د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د روسیې د Door Khan کمپنۍ له رئیس سره وکتل

kamran2_admin
Tue, May 27 2025 5:50 PM
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د روسیې د Door Khan کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۶مه نېټه، د Door Khan استخراجي کمپنۍ له رئیس او د روسیې پارلمان د نړیوالو اړیکو پخوانی رئیس خان سرګي (Khan Sergi) سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو سربېره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د یادې کمپنۍ رئیس د افغانستان اسلامي امارت له خوا د پانګونې په برخه کې د مناسب چاپیریال برابرولو له کبله مننه وکړه او د جستو کانونو کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کان کیندنې د قانون او کړنلارې مطابق به ورسره همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS