د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت سره د وېډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره شوه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
په دغه وېډیو کنفرانس کې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو، په تاشکند کې د افغانستان سفیر ښاغلی مولوي مغفور الله شهاب، د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت سلاکارانو، رئیسانو او خصوصي سکټور برخه اخیستې وه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ښو او اوږد مهاله اړیکو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: له نېکه مرغه په افغانستان کې د سرتاسري امنیت او ملي حاکمیت سربېره د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده، د دوست هېواد ازبکستان پانګوال کولی شي، چې له شته فرصت څخه په استفادې د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې پانګونې وکړې.
همدا راز ازبکستاني لوري د افغانستان او ازبکستان د اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې؛ د افغانستان د نفتو او ګازو، مسو، اوسپنې، سمنټو، سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو د سروې، اکتشاف، تفحص او استخراج په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په کال کې یې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو او په افغانستان کې د ازبکستان د جیولوجي او کانونو پلاوي لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. د کانونو او پټرولیم وزارت سره یې خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت او د ازبکستان د جيولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د ګډو همکاريو پر دوام او زياتې همغږۍ ټينګار وشو.