د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت سره د وېډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۱۴
ss

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
په دغه وېډیو کنفرانس کې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو، په تاشکند کې د افغانستان سفیر ښاغلی مولوي مغفور الله شهاب، د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت سلاکارانو، رئیسانو او خصوصي سکټور برخه اخیستې وه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ښو او اوږد مهاله اړیکو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: له نېکه مرغه په افغانستان کې د سرتاسري امنیت او ملي حاکمیت سربېره د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده، د دوست هېواد ازبکستان پانګوال کولی شي، چې له شته فرصت څخه په استفادې د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې پانګونې وکړې.
همدا راز ازبکستاني لوري د افغانستان او ازبکستان د اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې؛ د افغانستان د نفتو او ګازو، مسو، اوسپنې، سمنټو، سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو د سروې، اکتشاف، تفحص او استخراج په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په کال کې یې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو او په افغانستان کې د ازبکستان د جیولوجي او کانونو  پلاوي لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. د کانونو او پټرولیم وزارت سره یې خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت او د ازبکستان د جيولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د ګډو همکاريو پر دوام او زياتې همغږۍ ټينګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته