د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۲۰:۴۷
news

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د مسیر چمتو کول، د نللیکو او اړینو تجهیزاتو لېږد، د جرونو کیندنه، د نللیکو وېلډینګ او د نللیکو خښولو چارې په منظم ډول دوام لري.
د وروستیو پرمختګونو له مخې تر اوسه د نللیکې ۱۰۱ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۶ کیلومټره مسیر( دهلیز) چمتو شوی او همدارنګه ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی د څارنې سړک جوړ شوی دی. سربېره پر دې د نللیکې د خښولو لپاره د ۷۰.۲ کیلومټرو په اوږدوالي جرونه کیندل شوي او تر دې دمه شاوخوا ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
د پروژې د راتلونکو پړاوونو د چټک پلي کېدو په موخه، ۸۹.۵ کیلومټره نورې نللیکې هم د پروژې ساحې ته لېږدول شوې دي، څو د رغنیزو چارو بهیر لا چټک پرمخ ولاړ شي.
د ټاپي د ګازو نللیکې پروژه د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو او اقتصادي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به د انرژۍ د لېږد، د ترانزیټي عوایدو د زیاتوالي، د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

news

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته