د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له چینايي پانګوال سره لیدنه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۴:۳۷
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 1402 کال د غبرګولي په 23 مه د چین هیواد کمپنۍ له هیئت سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د چیناني کمپنمۍ مسؤولینو د افغانستان د معدني زیرمو په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په زیرمو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د نفت او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست: د افغانستان د معدني زيرمو په برخه کې د بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا هرکلى کوو او زیاته یې کړه: افغانستان د نفت او ګازو زېرمو له پلوه بډایه هیواد دى، د کانونو او پټروليم وزارت به ډېر ژر په هېواد  کې د نفت او ګازو یو شمېر زېرمې اعلان ته وسپاري. چې علاقمندان وکولی شي په قانوني ډول په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته