د پالیسۍ او برنامو مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له روسي پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په موخه بحث او نظرونه شریک کړل. نوموړي پانګوال د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې د مناسب چاپېریال او په ټول هېواد کې د شته امنیت په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل: "زموږ شرکت د کانونو د سپړنې، کیندنې او پروسس په برخه کې کافي تجربه لري او په یادو برخو کې یې د کار کولو په اړه خپل چمتوالی وښود، همدارنګه دوی د هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د سربو او انتیموني په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به دوی ته د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او په یادو برخو کې به ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د ځمکپوهنې د خطرونو د څېړنې او معلوماتو راټولولو او د پروژو د پلي کولو په اړه هوکړه لیک د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۶:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له روسي پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته