د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۴۸
نیوس

د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د ځمکپوهنې د خطرونو د څېړنې او معلوماتو راټولولو او د پروژو د پلي کولو په اړه هوکړه لیک د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې په ۳ مه نیټه لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري او په افغانستان کې د ناروې کمېټې رئیس تاریا میګنوسن واټردال له لوري د وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او متخصصینو په شتون کې لاسلیک کړ.
په یاده غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر د هوکړه لیک د ارزښت، موخو، دندو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ناروې کمېټې څخه یې وغوښتل، چې د وزارت کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د ګډې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو خبره یې وکړه.
د ناروې کمېټې مشر د وزارت د مشرتابه څخه مننه وکړه ویې ویل: په دې هوکړه لیک کې د دواړو لورو دندې ځانګړې شوي دي او موږ ژمنه کوو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سره په بشپړه توګه همکاري وکړو.
 د یادونې وړه ده، چې دا هوکړه لیک اته مادې لري، چې د علمي، څېړنیزو او تعلیمي فعالیتونو او د وزارت د کارکوونکو او متخصصینو د وړتیاوو لوړولو په برخې پکې شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته