د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۲۰:۴۷
news

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د مسیر چمتو کول، د نللیکو او اړینو تجهیزاتو لېږد، د جرونو کیندنه، د نللیکو وېلډینګ او د نللیکو خښولو چارې په منظم ډول دوام لري.
د وروستیو پرمختګونو له مخې تر اوسه د نللیکې ۱۰۱ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۶ کیلومټره مسیر( دهلیز) چمتو شوی او همدارنګه ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی د څارنې سړک جوړ شوی دی. سربېره پر دې د نللیکې د خښولو لپاره د ۷۰.۲ کیلومټرو په اوږدوالي جرونه کیندل شوي او تر دې دمه شاوخوا ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
د پروژې د راتلونکو پړاوونو د چټک پلي کېدو په موخه، ۸۹.۵ کیلومټره نورې نللیکې هم د پروژې ساحې ته لېږدول شوې دي، څو د رغنیزو چارو بهیر لا چټک پرمخ ولاړ شي.
د ټاپي د ګازو نللیکې پروژه د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو او اقتصادي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به د انرژۍ د لېږد، د ترانزیټي عوایدو د زیاتوالي، د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

news

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس، په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرب او جستو او نیش ولسوالۍ د فلورایټ کانونو څخه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۲۶ - ۱۸:۲
Background image

د هلمند ولایت د رخامو کانونو شرکتونو له استازو سره د چارو د ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس، الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د رخامو کانونو د شرکتونو له استازو سره د همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او. . .

بېرته خبرونه ته