د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبي ترسره شوه
د نورستان ولایت د کانونو ریاست له لوري د یاد ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د بېلابېلو کانونو څخه استخراج شوي بېروج او کنزایټ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
په دې داوطلبۍ کې یاد کاني توکي د ۲۸ میلیونه او ۴۷۵ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول، چې له دې جملې څخه د اسلامي امارت د رویالټي ونډه ۲ میلیونه او ۸۴۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د طبیعي زېرمو د مدیریت، د کانونو د استخراج بهیر د روڼتیا او د کورنیو عوایدو د زیاتوالي په موخه د داوطلبۍ بهیر په شفاف ډول ترسره کوي.
