د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت کړه

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۴
د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت کړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۲ بجو او ۵۷ دقیقو، د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ جنوب ختیځ سیمې څخه شاوخوا ۳۳ کیلومتره واټن کې موقعیت درلود او ژوروالی یې ۲۴۸ کیلومتره اټکل شوی دی.
د سایزمیکي مرکز د معلوماتو له مخې، یاده زلزله د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم محسوسه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د هېواد په کچه د زلزلې فعالیتونو د څارنې او ثبت په موخه، د زلزلو معلومات په دوامداره توګه څاري او ثبتوي.
د یادونې وړ ده چې د زلزلې اړوند لومړني ثبت شوي معلومات د نویو او دقیقو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره د بدلون وړ دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

Meeting Held with Chairmen of the Country’s Crude Oil Refineries

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, held a meeting with the chairmen of the country’s crude oil refineries on Wednesday, 30 September 2026, in the presence of Mr.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۲۱
Background image

ارزیابی تخنیکی از فعالیت های معدنکاری در ولایت های زون غرب

تیم فنی و تخنیکی مختلط وزارت معادن و پترولیم به‌ریاست محترم انجنیر عبدالله حیدری، رئیس عمومی تفحص و اکتشاف معادن، از فعالیت‌های معدنکاری در ولایات هرات، غور، بادغیس دیدن نموده و عملکرد. . .

BACK TO NEWS