د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د قراردادي شرکتونو له استازو سره ناسته وکړه، په دې ناسته کې د تخنيکي پلټنې رئيس او تخنيكي ټيم لخوا  شرکتونو سره په قراردادونو کې د شته ژمنو په اړه خبرې وشوې، د تخنیکي ټیم له لوري د څېړنې په ترڅ کې کومې ستونزې او نواقص چې قراردادي شرکتونو د ژمنو په تخنيكي، مالي او اداري برخه کې لرل، شرکتونو ته د پريزنټيشن په بڼه وړاندې شول او شرکتونو ته د تخنيکي پلټنې رئيس له لوري د شته تعهداتو او نواقصو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو شرکتونه خپلې ژمنې د قرارداد او پروپوزل اړوند په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوي.
 د قراردادي شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې مونږ به خپله هڅه او کوښښ وکړو، ترڅو د قرارداد اړوند خپلې ژمنې په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوو.
په پای کې د قراردادي شرکتونو استازو د تخنيکي پلټنې رئيس څخه د خپلو ځينو ستونزو د حل په موخه غوښتنه وکړه، د تخنيکي پلټنې رٸيس ډاډ ورکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري سره به یې غوښتنې شریکې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس پروژۀ تاپی 

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  پنجشنبه مورخ ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ با آقای خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان و محمد مراد امانوف رئیس پروژۀ تاپی در دفتر کاری شان ملاقات نمودند.
در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

برگزاری داوطلبی زمرد در ولایت پنجشیر

به تاریخ ۱۲ ماه حوت سال ۱۴۰۴ هجری خورشیدی، داوطلبی فروش زمرد در مرکز ولایت پنجشیر از سوی وزارت معادن و پترولیم، در یک روند شفاف برگزار شد.
در این داوطلبی که در تالار جلسات ولایت برگزار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۴۸
Background image

داوطلبی سرب و جست ولایت کندهار برگزار گردید


مجلس داوطلبی مقدار 542.5 تن سرب و جست ساحۀ بی‌بی گوهر ولسوالی خاکریز ولایت کندهار سهم وزارت که قبلأ به اعلان سپرده شده بود با حضور محترم ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس عمومی کادستر و تنظیم. . .

BACK TO NEWS