د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عمان هېواد د حکومت له استازي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/9/25 نېټې د عمان هېواد د حکومت له استازي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر انجنیرعلي الزاد علي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې نوموړي افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو سربېره یې د انتیموني او نفتو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی وکړ دغه راز یې د پانګونې په برخه کې د کانونو د کړنلارې او قانون مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.