په پنجشېر ولایت کې د زمردو لومړنی نندارتون پرانیستل شو

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۳:۰
س

 د زمردو دغه درې ورځنی نندارتون د پنجشېر والي الحاج محمد اغا حکیم، د کانونو رئیس، د کلیو پراختیا وزیر، سیمه ییزو چارواکو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او د رسنیو په شتون کې چې پکې د زمردو داوطلبي هم ترسره شوه پرانیستل شو.

په پیل کې د پنجشېر والي د زمردو د څرنګوالي او ارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د افغانستان زمرد له فتحې مخکې د زورواکو له خوا په خپل سر او غیر قانوني ډول استخراج او له هېواده بهر قاچاق کېدل، الحمد لله اوس مهال د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان زمرد په قانوني ډول استخراج کېږي، د خپل هېواد په نوم صادریږي او پلورل کیږي، دغه راز نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي ده، له ټولو پانګوالو څخه مو هیله داده، چې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د هېواد دکانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی و، په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان د فلزي، غیر فلزي، هایدرو کاربن، صنعتي، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په ګډون د کاني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی. د کانونو او پټرولیم وزارت د کاني سرچینو د ښه مدیریت لپاره د پام وړ فعالیتونه او پرمختګونه کړي دي، د هېواد په ټولو سیمو کې د غیر قانوني کیندنو مخه نیول شوې، د کانونو د قانوني استخراج لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي، شاوخوا ۳۰ لوی کانونه د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت په هېواد کې دننه د اکتشاف، استخراج او پروسس په موخه کورنیو او بهرنیو پانګوالوته په قرارداد ورکړل شوي. دغه راز شاوخوا 170 کوچني کانونه د 10 میلیارده افغانیو په پانګونې سره او د هیواد د ملي ګټو پر بنسټ د آزادو او شفافو داوطلبیو له لارې کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د نفتو او ګازو د استخراج په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پام وړ پرمختګونه په ګوته کړل دغه راز یې د سمنټو د دریو لویو پروژو د جبل السراج، کندهار او هرات ولایتونو د سمنټو د کارخونو تړونونه، چې تېر کال لاسلیک شوي و، د کاري فرصتونو او ځان بساینې په برخه کې اړین وګڼل، ښاغلي افغان د افغانستان ملي حاکمیت او نړیوال امنیت د خدای (ج) له لوري یو ستر نعمت وباله د زمردو لومړني نندارتون کې یې  د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د زمردو داوطلبۍ په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل: د زمردو د کانونو د قانوني کیندنې په موخه تر اوسه د کانونو او پټرولیم وزارت ۵۸۵ جوازونه وېشلي چې د پنجشېر ۱۵۰۰۰ درنو هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

د غونډې پای کې ۴۲۵۳ قیراط زمردو داوطلبي د ۳۷۴۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول، چې لس سلنه یې د اسلامي امارت او پاتې برخه یې د پنجشېر د زمردو د کان کیندونکو ده چې ټول د پنجشېر ولایت اوسيدونکي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۷
Background image

جلسه کمیته محافظت معادن ولایت کاپیسا برگزار گردید

نشست کمیته محافظت معادن تحت ریاست شیخ اسدالله سنان معاون ولایت کاپیسا و حضور داشت الحاج عنایت الله ابلاغ رئیس معادن این ولایت ،  نماینده قوماندانی محترم امنیه، معاون استخبارات و سایر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

دیدار سرپرست وزارت با معینان معادن آذربایجان و قرغزستان

الحاج ملا هدایت‌الله بدری سرپرست وزارت معادن و پترولیم یکشنبه مورخ ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ با آقای الماس بیک تومانوف معین اسبق وزارت معادن کشور قرغزستان، آزر شکوروف معین اسبق وزارت معادن اذربایجان و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۲۱:۳۶
Background image

معرفی دو تن از روئسای جدیدالتقرر وزارت معادن و پترولیم

محترم دیپلوم انجنیر محمد خلیل بعد از سپری نمودن پروسه امتحان طبق پالیسی امارت اسلامی افغانستان و سپردن کار به اهل کار از طریق رقابت آزاد به صفت رئیس سروی و تحقیقات جیوفزیک  و محترم حافظ. . .

BACK TO NEWS