د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۹:۱۲
س

د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د یاد ولایت د کانونو د رئیس انجنیر نجیب الله په مشرۍ چې پکې د کمېټې غړو ګډون کړی و ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کانونو رئیس د کانونو د ساتنې، څارنې او د غیر قانوني استخراج د مخنیوی او د یادې کمېټې د جوړښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: زموږ د کمېټې د جوړېدو موخه د کانونو د ساتنې، مدیریت او د غیر قانوني استخراج مخنیو دی دی، د خوښۍ ځای دی چې په لغمان ولایت د کانونو د قاچاق مخنیو شوی دی او هیچا ته ددې اجازه نه ورکوو، چې کانونه په خپل سر استخراج کړي.

په پای کې د کمېټې غړو د یاد ولایت د کانونو د ساتنې په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او حل لارې شریکې کړې او د لازمې همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۵
Background image

داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت

 
داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت حوزه آمو دریا یکشنبه مورخ ۱۴۰۴/۹/۹ با حضور حافظ دیپلوم انجنیر محمد حامد حیدری رئیس نظارت بر تطبیق قراردادهای نفت و گاز، هیئت موظف و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

دیدار معین پالیسی و برنامه‌ها‌ با سفیر جمهوری چین


محترم عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم چهارشنبه 1404/9/5 با سفیر کشور چین مقیم کابل و هئیت همراه شان در دفتر کاری‌شان دیدار نمودند.
در این دیدار سفیر آن. . .

BACK TO NEWS