ننګرهار کې د کانونو ساتنې او څارنې په موخه کمېټه جوړه شوه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۵:۴۸
۵۶

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح او د کانونو او پټروليم وزارت مالي او اداري معين مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ پلاوي په دې ولايت کې د يو شمېر ادارو څخه د کانونو ساتنې او څارنې په موخه کمېټه جوړه کړه، چې په ياده برخه کې به په ګډه او همغږۍ کار کوي.
دا کمېټه چې د ولايت په کچه يې مشري کانونو چارو رياست کوي؛ مستوفيت، اقتصاد، استخباراتو، امنې قوماندانۍ، کرنې، چاپيريال ساتنې، برېښنا، صنعت او سوداګرۍ او سينديزه حوزې رئيسان یې غړيتوب لري.
د کانونو او پټروليم وزارت مالي او اداري معين مولوي حسام الدين صابري وويل، چې دا کمېټه به د ځانګړي طرزالعمل له مخې فعاليت کوي او زياته يې کړه؛ که کانونه ښه مديريت شي په نږدې راتلونکې کې به په ځان بسيا شو او وبه کولی شو چې په ټولو برخو کې خپلې اړتياوې خپله پوره کړو.
نوموړي وويل، چې د کانونو او نورو اقتصادي او عايداتي سرچينو په مديريت سره به په هېواد کې هيڅوک بې دندې پاتې نه شي، معلولو، بې سرپرسته او بېوزله کورنو ته به هم ځانګړې کفاله ورکړل شي.
د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح پلاوي مشر ته په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې ياده کمېټه به په بشپړ اخلاص سره خپل مسئوليت تر سره کړي.
د کمېټې غړو د کانونو کېندنو، ساتنې، څارنې، طبعي شتمنيو ته د پاملرنې او اړونده برخه کې په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې، ستونزې او وړانديزونه يې شريک او د ښې همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.
د يادې ناستې پر مهال د کمېټې غړو سربيره له مرکز راغلي پلاوي مولوي مطيع الله حقاني، مفتي عبدالحميد اخندزاده، انجينر مرتضی واحدي، انجينر پوپل فيضي او د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۱۵
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس کمپنی MJAM

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم سه شنبه مؤرخ 15/2/1405 با سفیر کشور چین، رئیس عمومی MCCT، رئیس MJAM قراردادی مس عینک و هیئت همراه شان در پیوند به عدم انجام فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

امضاء قرار داد معدن پولی میتال ولایت فاریاب

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم یکشنبه مورخ 13/2/1405 قرار داد معدن پولی میتال ساحه سه کو، ولسوالی کوهستان ولایت فاریاب را با شرکت استخراج معادن ابوسعید با مساحت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس شرکت فانگ یون

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  یکشنبه مورخ 13/2/1405 با رئیس شرکت چینی فانگ یون و هیئت همراه شان در مقر وزارت دیدار نمودند.
در آغاز، رئیس شرکت مذکور گزارش کاری. . .

BACK TO NEWS