د کانونو او پټرولیم وزارت ته د نوي سرپرست وزیر معرفي کېدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۳:۵۶
سس

نن 9/9/1400 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوژي په تالار کې د نوي وزیر معرفي کولو لپاره غونډه تر سره شوه.
په دغه غوڼده کې د رئیس الوزرا دواړو معاونینو ښاغلی ملا عبدالغني برادر، ښاغلی مولوي عبدالسلام حنیفي، ښاغلی سهیل شاهین، د ستر محکحې رئیس الحاج عبدالحکیم حقاني او د سرې میاشتې عمومي رئيس ښاغلي مطیع الحق په ګډون درلوده.
غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پېل شوه.
د غونډې د اسلامی امارات د رئیس الوزرا لومړي معاون ښاغلي ملا عبدالغني برادر پر خبرو پېل شوه، ښاغلي برادر د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ته د مبارکئ تر څنګ په چارو کې د لا بریاوو هیله وکړه.
ورپسې بیا ښاغلي مولوي صاحب عبدالسلام حنیفي د یاد وزارت د نوي رئیس په ژوند او علم خبرې وکړې، هغه زیاته کړه چې ښاغلي دلاور د اسلامي امارات په دوره کې مختلفې دندې تر سره کړي دي. 
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت نوی سرپرست وزیر د افغانستان له اسلامي امارات څخه مننه وکړه، چې پر ما یې دا باور وکړ او نن یې دغه ستر مسؤلیت راکړ. او الله پاک دې ما ته د دې توفیق راکړي چې خپل وطن او ولس ته خدمت وکړم. وزیر صاحب همداشان د وزارت ټولو کار کوونکو او هیواد والو ته وویل چې زما د دفتر دروازه ستاسې پر مخ خلاصه ده هر وخت تاسې راتلی شئ او خپل مشکل راته ویلی شئ.
د غونډې په پای کې ښاغلي وزیر صاحب له ټولو راغلو مېلمنو څخه په ډېر درنښت مننه وکړه او غونډه یې د سترې محکمې د وزیر صاحب معاون  په دعا سره پای ته ورسوله.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳
Background image

آغاز برنامه آموزشی تشریح سیستم‌ها

برنامه آموزشی ۲۰روزه تحت عنوان معرفی سیستم‌های عواید، قراردادها، پلان و گزارش‌دهی و اسناد برای ۱۱۰ تن از آمرین قراردادها، مدیران عمومی سیستم‌ها و مدیران عواید ریاست‌های معادن ۳۴ ولایت،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۳۷
Background image

برگزاری برنامه آموزشی  فنی برای کارمندان مسلکی زون جنوب ‌شرق

ریاست انستیتوت معادن از تاریخ ۲۱/۰۶/۱۴۰۵ الی ۲۶/۰۶/۱۴۰۵ برای (37) تن کارمندان فنی و مسلکی ولایات زون جنوب شرق (پکتیا، پکتیکا، خوست و غزنی) برنامه آموزشی، برگزار نمود. که در این برنامه. . .

BACK TO NEWS