د پټرولېم عمومي اداره ( ګاز او تېل)

د پټرولېم عمومي اداره ( ګاز او تېل)

پټرولېم عمومي اداره په کال ۱۳۹۲ د کانونو او پټرولېم وزارت ترچترلانده د تېلو او ګازو عملیاتو د فني څارنه مدیریت په موخه چې د قراردادي کمپینو له خوا ترسره کیږي رسماً رامنځته شو.

دغه ریاست د کانونو او پټرولېم وزارت له مهمو ریاستونو څخه ګڼل کېږي، چې د تېلو او ګازو د پرمختګ او ګټې اخیستنې په برخه  کې د کانونو او پټرولېم وزارت د سټراتیژیکو موخو چارې پرمخ وړي.

       د ریاست موخې:

  • د ټولو هغو سیمو په هکله چې د تېلو او ګازو د راویستلو په برخه کې ورته پوره پاملرنه نه ده شوې د مالوماتود بشپړولو لپاره د یو لړ لمړی فعالیتونو ترسره کول.
  • د ګازو او تېلو لرونکو بلاکونو تشخیص، لومړیتوبونه او په زړه پوری شرایطو په پام کې  نیولوسره یې خصوصي سکتورنو ته سپارل .
  • د قرارادادونو د موادو پلي کیدو په موخو ته د رسیدو په موخه د قراردادي کمپنیو د قراردادونو څارنه.
  • د تېلو او ګازو د قرارادادونو د غوره تنظیم په موخه د ویزې، د کار جواز او د کمپنیو د کارکوونکو لپاره د اخیستو د پروسې د ښه تنظیم په له موخه د آسان تیاوی رامنځته کول.
  • د ګواښونو او زیانونو د مخنیوي په موخه د چاپیریال ساتنه او څارنه.
  • ترسره شوی فعالیتونه :

ترسره شوی فعالیتونه :

  • د ۱۳۹۴ څخه د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ تر ورستیو پورې ځانګړي فعالیتونه او لاسته راوړنې.
  • په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د افغان ــ تاجک د رسوبي حوزو د بلاکونو ګراویټي او منقاطیسي سروې د کنټرول او څارنه.
  • د امو سیند د رسوبي حوزې د قشقري کان د  نفتو د استخراج پرلپسی څارنه .
  • د سلطان کوټ د ۱۶ کیلو مټره سړک د قیر، ډیزاین او لمړنی سروې طرح چې د پروسې په جریان لپاره ټول ګټو وزارت ته لیږل شوې او د سروې کار یې عملاً دوام لري
  • د دوه څاګانو کیندل شویو څاګانو په تخنیکي برخه کې چې چاري یې د اسیا پراختیايي بانک په  مرسته شوي.
  • د تیلو اوګازو د قراردادونو په تطبیق د څارنه ریاست د کاري طرز العملونو جوړول.
  • د TOR د تخنیکي پلان جوړول، د کټواز د رسوبي حوزې ایرو مقناطیسي او ګراویټي سروې تدارکاتي پلان جوړول، او د پروسې په جریان د لپاره د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې ته  استول.
  • د سرپل ولایت سیمه ییزو ستونزو پېژندل، د CNPCIW کمپنۍ ته استول او له ولایتي ارګانونو سره اړیکې. 
  • د غضنفر، دراګن ایل او ترکش پټرولېم ګروپ د کاري پلان او کنسرسیوم د بودیجې تحلیل. 
  • د هرات د رسوبي حوزې او کشکه سیمې د سایزمیک د تحقیقاتو تخنیکي وړاندیز proposal) (جوړول.  
  • د وړتیا لوړونې موخه دې ریاست یو تن د چین او یوولسی تنه کار کوونکي د هندوستان هیواد ته استول
  • د کابل پولتخنیک پوهنتون د جیولوجي معادن پوهنځي د تیل او ګازو له ډیپارټمنټ سره د تیلو او ګازو د ګرافیکي او تیوریکي توکو مرسته، چې اوسهمال په جاپان هیواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا په پړاوونو کې زده کړې کوي.

      لاسته راوړنې:

  • د امو سیند په پنځو نفتي ساحو کې  هایدروکاربونونو د فعالیتونو بیاځلي پیل او د اومه تیلو تولید.
  • د قشقري تیلو له کان څخه د ۱۵۰۰ بیلرو خامو تیلو استخراج.
  • .له خواجه  گوگردک څخه د مزارشریف  برېښنا او سرې تر فابریکې پورې د موازي ګازو د پايپ لاینونو ۳۰ سلنه کار بشپړول.
  • په یتیم تاق سیمه کې د سلفرو د تصفیې د دستګاه جوړولو  چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او فعالیت کوي.
  • د د ګازو او تیلو د قراردادونود پلی کیدو په موخه د څارنی ریاست ته د استخراج، انتقال او انالایز د اندازې په تړاو د ورځنیو او میاشتنیو راپورونو ورکول.
  • د هر ې میاشتې په پای کې   تر استخراج لاندې څاګانو  د بیلګو اخیستل او لابراتوار ته سپارل.