کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د فنلنډ د سروی‌جیولوجي د استازو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۳:۲۴
fin

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د فنلنډ د سروي‌جیولوژی ادارې د استازو سره وکتل؛ ددې لیدنې هدف د کانونو او پټرولیم وزارت د سروی‌جیولوجي او د فنلنډ د سروی‌جیولوژي ادارې ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وه؛ په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان سروی‌جیولوجي او د فنلنډ د سروی‌جیولوجي ترمنځ د مشترکه همکاریو سند امضا شوئ چې هدف يي جیوفزیک برخه کې د افغانستان د سروی او جیولوجي ادارې ظرفیت لوړونه ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د فنلنډ هیواد د مرستو او همکاریو نه مننه وکړه او وویل «زمونږ هدف دادی چې د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د مختلفو برخو او په خصوص د سروی‌جیولوجي برخې ظرفیت د بین‌المللی استانداردنو په اساس جوړ شوي؛ مونږ هڅه کوو چې زمونږ د سروی‌جیولوجي لابرارتوار چې په مجهزه وسایلو سمبال دئ ګټه اخیستنه دې ترې په معیاري توګه ترسره شي.

ښاغلي مومند زیاته کړه د سکټور د پراختیا لپاره زمونږ تګلاره مشخصه ده او مونږ غواړو چې زمونږ جیولوجیکي معلومات په کره توګه راټول شي او پانګونه برخه کې ترې ګټه ترې واخیستل شي.

پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر عنایت الله مومند نه مننه وکړه او وویل «مونږ به د افغانستان سروی‌جیولوجي ادارې سره خپلو همکاریو ته داوم ورکړو؛ او هغه مشترکې پروژې چې د ظرفیت جوړونې برخه کې دي؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سره په موثره توګه تطبیق کړو.

د یادونې وړ ده چې د فنلنډ متخصصین به د جیوفیزیک د سافتویرونو د تازه کولو سربیره د سروی‌جیولوجي د لابرارتوار د ځينو برخه کې د وزارت سره همکاري کوي؛ د وزارت په ګډون د فنلنډ د سروی‌جیولوجي ادارې په ۲۰۱۹ کال کې د پولی‌تخنیک پوهنتون ۲۰ تن محصلینو په عملي توګه د جیوفیزیک برخې عملي او نظري زدکړې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

په پنجشېر ولایت کې د ۴۷۱۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۸۵۹۳ قیراطه زمردو داوطلبي د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د یاد ولایت د مقام د استازي، د کانونو رئیس، سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

بېرته خبرونه ته