د لومړي ځل لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت او (۹) بنسټونو ترمنځ د مرستې هوکړې لاسلیک شوي

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۵:۳۴
dfdf

د لومړي ځل لپاره (۹) د همکارۍ سندونه د کانونو او پټرولیم وزارت او نورو بنسټونو هر یو [د سوداګرۍ او پانګونې اطاق، د صنایعو او کانونو خونې‍، په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوال اتاق، د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ اتاق، د افغان-جرمن د سوداګرۍ او صنایعو اطاق، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، کابل پوهنتون، کابل پوليتخنیک پوهنتون او د صلاح کنسرشیوم] سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره پرون ورځ مخکې له غرمې د وزارت په تالار کې لاسلیک کړه.

د غونډې په سر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او وویل چې مونږ په صنایع استخراجي سکټور کې باید د شته ظرفیت نه موثره ګټه ترلاسه کړو.

ښاغلي مومند زیاته کړه: «مونږ غواړو چې دافغانستان صنایع استخراجي سکټور دتګلارې په اساس خپل لمړیتوبونه وټاکو او دشته ظرفیت نه دموثره ګټه اخیستنې لپاره زمینه برابره کړو». هغه زیاته کړه چې د دې سندونو په لاسلیک کولو سره به د معلوماتو د شریکولو په میکانیزم، حساب ورکونې او په هوکړو کې شامل ټولو مسؤلیتونه تعقیب ته پام وشي؛ ترڅو د کار د غوره والي سبب شي.

د ناستې په جریان کې د یادو بنسټونو استازو په خپل نوبت سره د دغو هوکړو په مؤثریت خپل نظرونه څرګند کړل او د وزارت له رهبرۍ څخه یې د یاد نوښت په رامینځته کولو مننه وکړه.
د ناستې په اخر کې، یادې هوکړې د کانونو وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند او د یادو بنسټونو د استازو ترمنځ له لاسلیک کولو وروسته پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته