کانونو او پټرولیم وزارت د څلور واړو معینیتونو د فعالیتونو په تړاو د راپور ورکونې ناسته ترسره کړه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۰:۲۸
123

د راپور ورکونې ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند په مشرۍ، د دې وزارت د څلور واړو [تخنیکي، سروې او جیولوژي، پلان او پالیسي او پلان او د مالي او اداري] معینیتونو د فعالیتونو په تړاو د راپور ورکونې ناسته، د دې وزارت د غونډو په تالار کې ونیول شوه.

د یادې ناستې په سر کې، سروې‌جیولوژي معینیت د خپلو کارونو او لاسته راوړنو په اړه د ۱۳۹۸ مالي کال ګزاش وړاندې کړ، چې په هغې کې د (۲۲) کاني سیمو د تثبیت، د کان کېندنې څخه مخکې په کاني سیمو کې د ژوند چاپیریال څیړل، د زیان مندونکو سیمو د تثبیت او د لایتونو څخه د راپورونو د څارنې او ارزونې په برخه کې د سروې جیولوژی اړونده کمیټو د جوړولو څخه یادونه وکړه.

له هغې وروسته مالي او اداري معینیت د ۱۳۹۸ مالي کال د ۹۹ سلنه بودجې د لګښت، د وزارت اړوند کارکونکو د مشکلاتو د حل، د قراردادونو او د هغو د پلي کیدو او د ۱۶ تولیدي شرکتونو څخه د عوایدو راټولولو په تړاو خپل ګزارش وړاندې کړ.

همدارنګه د پالیسیو او برنامو معینیت د حقوقي چوکاټ د پراختیا، د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو، د کان کېندنې د مقررې نهایې کول او د کابینې تصویب، د کانونو ساحوي کارکونکو د امتیازاتو تنظیمول، د کانونو د ستراتیژۍ لپاره د اصلاحاتو او د وزارت د تګلارې بیاکتنه او پلي کول، د قراردادونو د سفارشاتو پلي کیدل، د پالیسۍ او ستراتیژۍ د پراختیا په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

چې په اخر کې تخنیکي معینیت د قراردادونو د تړونونو، د کوچنیو کاني پروژو ته د جواز ورکونې، د کان کیندنې د فعالو قراردادونو ارزول، د نهایی کیدونکو پروژو لیست چې داقتصادي عالي شورا ته لیږل شوی، د منرالونو د پروسس پخاطر د اجازې ورکونې، د فعالو قراردادونو مدیریت او د بریښنایی کډاسټر سیسټم د پلي کیدو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

کانونو او پټرولیم وزارت رهبري ژمنه ده، چې د 1399 مالي کال لپاره ټاکل شوي اهداف په خپل وخت سره تعقیب کړي؛ ترڅو د استخراجي سکټور د ودې او پرمختګ سبب ورګرځي.

#کانونوا‌و‌‌پټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MCCT او MJAM له رئیسانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د MCCT عمومي رئیس او د مس عینک پروژې قراردادي MJAM رئیس سره په خپل کاري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۹
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله، د یادې. . .

بېرته خبرونه ته