د مس شیدا، معدني ظواهر اکتشافي جواز ورکړل شو.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۸:۴۶
zzz

 

د کانونو وزارت ځای ناستي وزیر اغلی نرګس نهان او په زیربناوو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت ځای ناستی وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي، د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې دا ځل هرات ولایت ته سفر وکړ، ترڅو د مس شیدا معدني ظواهر د اکتشاف جواز ورکړي.

په هغه مجلس کې د هرات ولایت د غونډو په تالار کې په همدې مناسبت نیول شوي ؤ، د هرات ولایت والي ښاغلی عبدالقیوم رحیمي، په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د هرات ولایت د خلکو استازو، د کانونو او مالیې وزارتونو مهمو رئیسانو، د هرات ولایت د مختلفو ادارو رئيسانو، تجارانو، د صنعت کارکونکو او د دې ولایت ځایې سپین ږیرو ګډون کړی وو؛ د مس شیدا معدني ظواهر، اکتشافي جواز یې پانګوال شرکت ته ورکړ.

دغه جواز د لاسلیک څخه وروسته داوطلب ته د اکتشافي برنامې شرکت ته د قراردادي ارزیابی او د اقتصاد عالي شورا په منظورۍ؛ پانګه اچونکي ته د دریو کالو لپاره فرصت ورکوي ترڅو د استخراج د تادیې او د مسو د زیرمو د وضعیت، کیفیت او کیندنې اشکال یې مشخص کړي.

د مس شیدا معدني ظواهر د لومړنیو څیړنو له مخې د لویو کانونو په قطار کې شمیرل شوی چې د هرات ولایت د دوو ولسوالیو ادرسکن او ګذره په ګډه پوله باندې موقعیت لري.

د یادولو وړ ده چې د کانونو اکتشافې مرحله د هر ډول کیندنې لپاره په لومړیو وختونو کې ضروري ده، ځکه له دغې مرحلې پرته نشو کولای ورڅخه ګټه یا ورباندې د استخراج کار پیل کړو. همدا وجه وه، چې قراردادي شرکت یې په همدې مکلف کړی وو، د جواز ترلاسه کولو سره سم به ورباندې په قانوني شکل کار شروع کړي.

د دې پروژې لګښت شاوخوا (۲۱،۳) میلیونه امریکایې ډالره دی، چې د ګټونکي کمپنی (سلک رود مایننګ) لخوا به په داوطلبانه توګه ترسره شي. همدا شان قراردادي ژمن دی چې شاوخوا یو میلیون امریکایې ډالره به د انساني ظرفیت په لوړوالي او (۲۰۰) زره امریکایې ډالره به په ځایې سیمو کې په ټولنیزو مسآیلو مصرف کړي.

د دې پروژې اجرایي برنامې کارونه به په سلو کې (۹۵) د افغانانو لخوا ترسره کیږي، چې د دې فرصت سره سم به سلګونو وطنوالوو ته په مستقیم او غیر مستقیم شکل د کار زمینه برابره شي.

د مجلس ویناوال هر يو:

- د هرات والي ښاغلی عبدالقیوم رحیمي

- د زیربناوو کې د ولسمشر سترسلاکار او مالیې وزارت ځای ناستی وزیر ښاغلی داکټر محمد همایون قیومي

- د کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستي وزیره اغلی نرګس نهان

- د وریښمو له لارې د کان کیندنې شرکت رئيس ښاغلی سمیع الدین صدیقي

- د هرات په ولایتي شورا کې د هرات د خلکو استازۍ ښاغلی صالحی

ګډونوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې، دې ورته پروژو د اهمیت، اقتصادي تاثیراتو او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په پار پانګوالو او ګډونوالو ته خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۱۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات او غور ولایتونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ۱۴۰۴ لمریزکال د چنګاښ په ۱۸مه نېټه د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار او د غور له والي مولوي حیات الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۲۴
Background image

په میدان وردګو ولایت کې د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه پرانیستل شوه

په میدان وردګو ولایت کې د افغان قرغیز د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د یاد ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ نوی رئیس معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه، ښاغلی محمود الهام د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د. . .

بېرته خبرونه ته