د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د درېیم بلاک تړون د ۱۰.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، د عبید ایوب نوري شرکت سره لاسلیک کړ.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د یادو کانونو په اړه وویل: د دې کان تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د پنځلسو کلونو لپاره، په دې شرط لاسلیک کېږي، چې شرکت به د کانونو د قانون او کړنلارې او خپلو ژمنو سره سم خپلې چارې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به د رویالټي د ورکړې تر څنګ، د ټولنیزو خدمتونو او د چاپېریال ساتنې په برخو کې به هم خپلې ژمنې عملي کوي سربېره پردې به شاوخوا ۱۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
