د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د موسهي ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۵۲
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د موسهي ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۴/۲/۲ نېټې په خپل کاري دفتر کې د موسهي ولسوالۍ له مشرانو او ځايي مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې دیادې ولسوالۍ مشرانو د دویم عینک مسو کان په سیمې کې د شته ستونزو په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې ور څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو څخه وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د کان کیندنې په برخه کې به د کار کولو لومړیتوب د یادو سیمو خلکو لپاره وي او دغه راز یې د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته