د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نورستان له والي سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۲۰
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري نن چهارشنبه د 1403/8/23 نېټې د نورستان ولایت له والي ښاغلي قاري زین العابدین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یاد ولایت د کاني زېرمو په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د غوره مدیریت په موخه د دواړو خواوو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو، د اقتصادي ودې او پراختیا په موخه د کانونو د پروژو په پیل د عوایدو د کچې لوړولو او ځایي خلکو ته د کار پیدا کولو او په یاد ولایت کې د کانونو د عوایدو له لارې د رغنیزو پروژو د تمویل په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۱۴
Background image

د لوګر ولایت د کانونو ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په مشرۍ ، د کانونو رئیس مولوي نقیب احمد فرقانې او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
د یاد ولایت د کانونو رئیس زیاته کړه د خوښۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۹
Background image

د پلان او پالیسۍ مرستیال د S N – Mining Corporation کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په ۲۶مه نېټه، د هندوستان د S N – Mining Corporation کمپنۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۴۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جوزجان او سرپل ولایتونو له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په داسې حال کې چې د جوزجان والي او کانونو رئیس یې ملتیا کوله د جوزجان او سرپل ولایتونو له کانونو څخه لیدنه وکړه.
د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته