د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په همکارۍ، د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.
یاد پروګرام د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د روزنیز پروګرام د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې نوموړي وویل، چې د داسې پروګرامونو جوړول د کارکوونکو وړتیاوې لوړوي او په چارو کې د روڼتیا، رښتینولۍ، امانت‌دارۍ او اخلاص پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په پای کې د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ استازي د پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته اړوند معلومات وړاندې کړل.

Image 1 Image 2

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۳۹
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د څلورم بلاک تړون، چې ۹.۵۸ کیلومټره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

بېرته خبرونه ته