د پلان او پالیسي مرستیال د مالګې کانونو د قراردادیانو سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۱۹
erf

 د مالګې د کانونو ټولو قراردادیانو، د مالګې د فابریکو خاوندانو او د مالګې اتحادیې غړو نن د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي له مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي سره د مالیې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې استازو په شتون کې ولیدل.
دغه غونډه د وارداتي مالګې د بندولو، د مالګې د کارخونو او تولیداتو د معیاري کولو، پر وخت د مالګې رسولو او په بازار کې د مالګې د کمښت د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه.
د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ټولو قراردادیانو او د مالګې کان کیندونکو ته وویل:  د مالګې واردول په بشپړ ډول منع دي، د مالګې د کارخونو قراردادیان او مالکین دې د دې زرین فرصت په ارزښت پوه شي او په پوره ایماندارۍ او صداقت سره دې مالګه استخراج، پروسس او تولید کړي او د هېواد بازارونو ته دې وړاندې کړي، د مالګې کان کیندونکو او قراردادیانو د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلو هېوادوالو غوښتنو او اړتیاوو ته به رسېدنه کوي.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د کان کیندنکو او پانګوالو سره ژمنه وکړه، چې دغه وزارت به د قانون په چوکاټ کې له تاسو سره په ټولو برخو کې همکاري او ملاتړ به مو کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته